المرصاد رسنۍ د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه په یوې خپرې کړې لیکنې کې ویلي، چې د دغه هېواد اوسنی سیاسي او دفاعي وضیعت د اشرف غني په وخت کې د افغانستان وضعیت ته نږدې شوی دی.
المرصاد چې د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ ده، په یاده تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې له یو لوري ټي ټي پي چټک بریدونه کوي او له بل لوري پاکستان پر دوی عملیات کوي، چې له کبله یې پښتونخوا د جګړې په ډګر بدله شوې ده.
لیکنه کې راغلي « لکه څنګه چې په پاکستان کې د دوو سترو قوتونو (تحریک طالبان پاکستان او پوځي ادارو) تر منځ پوځي او عسکري جګړه لوړې کچې ته رسېدلې، په هماغه کچه دواړه لوري د يو بل په وړاندې په رسنيز او تبليغاتي ډګر کې هم ډېر فعال لیدل کېږي.»
دوی ویلي، د اشرف غني په وروستیو ورځو کې هم په خلکو بمبار کېده او په خواله رسنیو کې د طالبانو پر ضد پروپاګنډا کوله، چې اوس د پاکستان حکومت هم دغه ناوړه کړنې ته مخه کړې ده.