د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې په یوه بريد کې دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغې جبهې په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د دوی ډلې د کابل ښار د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې په طالب سرتېرو برید کړی چې په ترڅ کې یې یو طالب سرتېری وژلی او یو تن بل یې ټپي کړی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.