اسرائیل تېره ورځ د غزې پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۷۲ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبر ورکړی، چې دا بریدونه په بیت الاهیا کې پر استوګنیزو کورنو شوي دي.
بل لورته اسرائیلي پوځ هم دا برید تائید کړی او ویلي یې دي، چې په سیمه کې یې د غیر نظامي کسانو د وژلو د مخنیوي لپاره ټوله هڅه کړې.
په ټولنیزو رسنیو کې هم په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې ځايي خلک له ویجاړو شویو ودانیو څخه جسدونه راباسي.