یکشنبه, جون 15, 2025
Homeافغانستانعاصم منیر:د ترهګرو ډلو د مخنیوي په موخه د ډیورنډ پر کرښه...

عاصم منیر:د ترهګرو ډلو د مخنیوي په موخه د ډیورنډ پر کرښه مو پیاوړی سیستم جوړ کړی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له افغانستان سره د ډيورنډ پر کرښه د ساتنې او د ترهګرو ډلو په وړاندې د پولو د مدیریت لپاره د یو پیاوړي سیستم د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

ډان ورځپاڼې د جنرال عاصم منیر له قوله ویلي چې، دوی دا سیستم د ترهګرو ډلو نه د پولو د ساتلو په موخه رامنځته کړی دی.

جنرال عاصم منیر په‌‌‌دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې دا باوري کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو له لوري نه استعمالیږي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې له افغانستان څخه د راپېښو ګواښونو په اړه باید نور د دوی زغم ونه ازمایل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here