د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په بهرنیو هېوادونو کې په مېشتو افغانانو غږ کړی چې، د دښمن په لاس کې له لوېدو نه، ځان وژغوري او خپل هېواد ته راشي.
عباس ستانکزي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان غېږ او د طالبانو د حکومت غېږ د دوی پر مخ باندې خلاصه ده.
هغه ویلي، چې د طالبانو حکومت د پام وړ پرمختګ کړی او په وینا یې دا لاسته راوړنې پرته له کومې نړیوالې مرستې ترلاسه شوي، حتی که ډیری هیوادونه زموږ مخالفت کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د هیوادوالو ترمنځ د یووالي او عدالت تامین مهم دی او د دوی حکومت د هیوادوالو د ټولو شرعي حقوقو تأمین ته ژمن دی.