کرملین د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلفوني خبرو په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل.
دیمېتري پېسکوف د واشنګټن پوسټ هغه څرګندونې بې ځایه وبللې، چې ګواکې پوتین او ټرمپ خبرې کړې دي.
پېسکوف زیاته کړې چې تردې دمه له ټرمپ سره د پوتین د خبرو اترو په اړه هیڅ پلان نشته دی.
واشنګټن پوسټ تر دې وړاندې ویلي وو، چې ټرمپ له پوتین سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړي.