د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټرمپ د شوي برید په اړه د امریکا د عدلیې وزارت د وروستي راپور په تړاو لیکلي، چې امریکا باید ایران ځواب ورکولو ته وهڅوي.
د خلیلزاد په خبره، که دا ریښتیا وي، چې د ایران سپاه پاسدارانو له لوري یو کس ته د ټرمپ د وژلو لارښوونه کېږي، نو امریکا ته په کار ده، چې دغې موضوع ته رسېدنه وکړي او ډاډ تر لاسه کړي چې بیا دا ډول هڅې نه کېږي.
د یادونې ده چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په کمپایني غونډو کې پر ټرمپ برید شوی و، چې وروسته امریکا دا پړه پر ایران ور واچوله.