پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeکورپاڼهرویټرز:اوکرایني ځواکونو د شمالي کوریا له ځواکونو سره نښته کړې

رویټرز:اوکرایني ځواکونو د شمالي کوریا له ځواکونو سره نښته کړې

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اوکراین په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا او اوکرایني پوځیانو ترمنځ نښته شوې.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د اوکراین دفاع وزارت هم د روسیې په ملاتړ د شمالي کوریا له پوځیانو سره د نښتې خبر ورکړی وو.

د یادونې ده چې د اوکراین چارواکي ادعا کوي چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې د ملاتړ لپاره د دوی له ځواکونو سره جنګېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here