د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ټرمپ د بیا واکمني په اړه ویلي، چې د یو ۷۸ کلن کس انتخاب د هغه هېواد په ټاکنو کې، چې بهرنی سیاست یې له تناقضونو ډک دی، باید د لویو بدلونونو هیله په خلکو کې راونه پاروي.
د صالح په خبره، دا کس “ټرمپ” چې اوس بریالی شوی، حتا د ځینو هېوادونو او مشرانو نومونه هم په سمه توګه نشي ویلی او حتمي به داسې کسان خپل کاري ټیم کې وټاکي چې د نړۍ په اوسنیو بحرانونو کې لاس لري او د خپلو ګټو لپاره یې په دغه بحرانونو کې رول لوبولی وي.
صالح زیاتوي، زموږ په ذهن کې هیڅ څوک باید د پیغمبر مقام ته ونه رسوو، ځکه چې نبوت څوارلس پیړۍ وړاندې پای ته رسېدلی.