د امریکا ولسمشر جوبایډن په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې ده.
جوبایډن ټرمپ سره تلیفوني خبرې کړي او د مبارکي ترڅنګ یې هغه ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
ویل کېږي چې بایډن به ټرمپ ته د سپینې ماڼۍ د ملاقات پر مهال چې ټاکل شوې ژر ترسره شي، د کلیانو او د هغه ټیم ته د سپینې ماڼۍ د ورسپارلو چمتووالی ونیسي.
د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ویلي چې، نوموړی دغه ملاقات ته سترګې په لاره دی او په خبره یې ټرمپ د جوبایډن لهدې ټیلفوني مکالمې هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شو.