دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانمولوي عبدالکبیر:ولسونه دې د دوی د نظام د ټینګښت لپاره لاسونه سره...

مولوي عبدالکبیر:ولسونه دې د دوی د نظام د ټینګښت لپاره لاسونه سره یو کړي

د طالبانو حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، ولسونه دې په هېواد کې د دوی د نظام د ټینګښت او د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړي.

هغه د بغلان او لوګر له یو شمېر مشرانو سره کتنه کې ژمنه کړې، چې د لوګر او بغلان ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازم هدایت وکړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د دوی نظام د ټولو افغانانو شریک دی.

عبدالکبیر دغه راز زیاته کړې چې د دوی حکومت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here