د طالبانو حکومت د لومړني ځانمرګي بریدګر د برید پر ځای منار جوړوي.
د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالي په مربوطاتو کې د حیات الله د ځانمرګي برید پر ځای د منار د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
هغه ویلي، چې حیات الله د لومړیو ځانمرګو له جملې ګڼل کېده چې د امریکایانو پر موټريز کاروان يې د موټربم برید ویډیو د لومړي ځانمرګي په توګه مشهوره شوې وه.
نوموړي دغه راز ویلي، چې دغه منار د کورنیو چارو د سرپرست وزير سراج الدین حقاني د ځانګړي هدایت له مخې د جلال بنسټ له خوا جوړېږي چې کار به يې په ډېره کمه موده کې پای ته ورسېږي.
د ځدران په خبره: «د دغه منار د جوړېدو هدف د حیات الله د یاد خونديتوب او په فرهنګي لحاظ په افغانستان کې د امریکايانو په مقابل کې د افغانانو د اتلولیو د قدرداني کوښښ دی.»