اسرائیلي پوځیانو په سوریه کې د خپلو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو خبر تائید کړ.
دوی د یادو عملیاتو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ یې راپور ورکړی، چې په دغو عملیاتو کې یې یو هغه سوریايي وګړی نیولی، چې له ایران پلوه شبکو سره یې فعالیت کوو.
که څه هم اسرائیل څو ځله پر سوریې بریدونه کړي؛ خو په سیمه کې د شخړو له زیاتېدو وروسته، دا لومړی ځل دی، چې اسرائیلي ځواکونه سوریې ته ننوځي.