تهران کې د پولیسو یو مشر ویلي، پر ایران د لګول شویو بندیزونو له کبله باید ناقانونه افغان کډوالو ته د ښاري بس، میټرو، روغتون، برېښنا او نور ګڼ خدمات ورنه کړل شي.
علي قاسم پور له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ایران له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا سرچینې باید نورو ته په واک کې ورنه کړل شي.
د هغه په خبره، افغانان په ناقانونه توګه ایران ته راغلي او اوس باید ورسره قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی، چې په تېرو درې کالو کې ایران کې د افغان کډوالو د اعدام لړۍ چټکه شوې.