طالب استخباراتو له تېرې یوې نېمې میاشتې راهیسې د جمهوري حکومت د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر هارون حکیمي ورور موسی حکیمي نیولی.
د ښاغلي حکیمي کورنۍ حماسه میډیا ته وویل، موسی حکیمي د سپټمبر میاشتې پر ۲۳مه د دفتر څخه بهر ته د درملنې په موخه تر رخصتۍ غوښتلو وروسته نادرکه شوی دی.
د موسی حکیمي کورنۍ وایي، پداسې حال کې چې نوموړي سپوږمۍ راډیو سره کار کاوه؛ خو له امتیاز پرته په جبري ډول بیرته مجبور شوی وو چې پخوانۍ دندې ”د چاپیریال ساتنې ادارې“ ته ستون شي.
د موسی حکیمي دوسیه د کابل د ملکي محکمې د عامه امنیت درېیم زون ته تللې چې د زون ازبک رئیس مولوي سخي داد یې په قصدي ډول څېړل ځنډوي او غواړي د څېړنو پرته یې په زندان کي وساتي.
ویل کیږي چې د طالبانو ۴۰م ریاست موسی حکیمي ددې لپاره نېولی چې د هغه ورور هارون حکیمي چې د جمهوري حکومت چارواکی وو او د طالبانو له منتقدانو څخه دی، پر دوی له نېوکو څخه لاس په سر شي.