د الجزیرې تلویزون مشهور خبریال ډاکټر فیصل القاسم په طنزیه ډول ویلي، چې طالبان به ډېر ژر پر نړۍ واکمن شي.
هغه ویلي، طالبان به په څو اوونیو کې پر ټولې نړۍ واکمني وکړي.
نوموړي ویلي، د تېرې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې چا په افغانستان کې القاعده او نور جهادي ډلې رامنځته کړې، چا ځای ورکړ؟ چا د خپلو ګټو لپاره وکارولې، چې موخې یې تر لاسه شوې څرنګه یې مشران ورته ووژل او دا ډلې یې تس نس کړې.
ډاکټر فیصل زیاتوي، دا څرګنده ده، چې طالبانو امریکا او غرب ته ماتې ورکړې ده او دی باور لري، چې د څو اونیو په ترڅ کې به پر نړۍ واکمن شي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبان تل ادعا کوي چې ناټو او د نړۍ ټولو سوپر قدرت هېوادونو ته یې ماتې ورکړې.