دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانحنیف اتمر:د جمهوریت چارواکي او د افغانستان ملګري هیوادونه دې د سقوط...

حنیف اتمر:د جمهوریت چارواکي او د افغانستان ملګري هیوادونه دې د سقوط په مسله کې ځواب ویلو ته چمتو شي

د تیر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، د جمهوریت سیاسي او دولتي مشران باید په ملي او نړۍواله کچه ځواب ویلو ته تسلیم شي.

ښاغلي اتمر د افغانستان د ملګري هیوادونو استازي هڅولي چې پدې بهیر کې ورګډ او د حساب ورګونې او عدالت د تامین لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

حنیف اتمر وایي، د جمهوریت د سقوط داخلي او بهرني اړخونه باید په بې لوري ډول وڅېړل شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې له اوسنیو چارواکو هم باید حساب واخیستل شي، ترڅو د نجونو او ښځو حقونه خوندي شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here