ټېلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو حکومت د افغان ښځو پر وړاندې د بشپړې جګړې د پیلولو په حال کې دی.
ټېلګراف ورځپاڼې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر د وزیر خالد حنفي وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف د وزیر څرګندونې د هېواد د ښځو لپاره د روحي شکنجې بڼه ده.
د یادونې ده چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفي په دې وروستیو کې په یوه خپور شوي غږيز کليپ کې چې د یوې بالغې ښځې غږ یې بلې بالغې ښځې ته د قرائت له ویلو منع کړی، ویلي دي: «حتی کله چې یوه زړه ښځه لمونځ کوي او بله ښځه د هغې په خوا کې تېریږي، باید په’ داسې لوړ غږ لمونځ ونه کړي، چې د هغې غږ واورېدل شي.
د خالد حنفي دغه څرګندونو د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولي دي.