دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:قزاقستان ته مو ۲۳ ټنه کندهاري انار صادر کړل

د طالبانو حکومت:قزاقستان ته مو ۲۳ ټنه کندهاري انار صادر کړل

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د کندهار ۲۳ ټنه انار یې قزاقستان ته صادر کړي دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اندازه انار د تورغونډۍ له بندر څخه د قزاقستان الماتې ښار ته صادر شول.

د طالبانو حکومت ویلي، چې دا د انارو لومړۍ جوپه ده چې له افغانستان څخه قزاقستان ته استول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې قزاقستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here