له کرکټ سره د شیخ هبتالله اخندراده له مخالفت سره ـ سره یو شمېر طالب مشرانو هېوادوالو ته د کرکټ د بریا مبارکي ورکړې.
د طالبانو حکومت د قطر دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله ایکسپاڼه د افغان ابدالیانو د بریا مبارکي ته لیکلي”د افغان ابدالیانو ستره او تاريخي بریا مو مبارک شه.
افغان ابدالیانو اتلانو د لومړي ځل لپاره د اسیا جام د سیالیو پایلوبه وګټله او دا تاریخي اتلولي یې پخپل نوم کړه. په نورو میدانونو کې هم د اتلولیو لپاره لاس په دعا یم.”
د یادونې ده چې افغان آبدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله.