د ایران حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر دوی د وروستي برید په اړه فوق العاده غونډه راوبولي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني امنیت شورا ته په یو لیک کې ادعا کړې چې اسرائیل غیر قانوني او تېري کوونکي اقدامات کړي.
لیک کې راغلي، چې دا چاره ځمکنۍ بشپړتیا نقض کوي او دا چاره د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده.
د یادونې ده چې اسرائیل تېره شپه د ایران مختلفې سیمې بمبار کړې.