وال سټریټ ژورنال د یوه اسراییلي چارواکي له قوله ویلي، چې پر ایران د اسراییل له برید مخکې ایران څلور ایس-۳۰۰ د توغندیو دفاعي سیسټم درلود چې تر ټولو پرمختللی هوايي دفاعي سیسټم ګڼل کېږي؛ خو دغه ټول د اسراییل په برید کې ویجاړ او له منځه تللي.
ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ګواښ کوي چې د هر شوي برید ځواب به ورکوي.
د یادونې ده چې اسراییلو تېره شپه ناوخته د ایران بېلابېل نظامي ځایونه او تاسیسات په نښه کړل.
ایران ویلي، چې د دې هوايي حملو په نتیجه کې څلور ایراني سرتېری وژل شوي دي.