د امریکا ولسمشر جوبایډن هیله څرګنده کړې، چې د اسراییل لهخوا پر ایران وروستۍ هوايي حملې به په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ دې څپرکې ته د پای ټکی کېږدي.
بایډن ویلي، چې اسراییلو له پوځي مرکزونو پرته په ایران کې نور اهداف نه دي په نښه کړي او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د روان کړکېچ پای وي.
د یادونې ده چې اسراییلو تېره شپه ناوخته د ایران بېلابېل نظامي ځایونه او تاسیسات په نښه کړل.
بل لورته ایران ویلي، چې د دې هوايي حملو په نتیجه کې څلور ایراني سرتېری وژل شوي دي.