د اسرائیل پوځ ویاند دانیال هګاري خبرداری ورکړی، که ایران غلطي وکړي او تاوتریخوالی نور هم زیات کړي؛ نو اسرائیل به سخت ځواب ورکړي.
نوموړي ویلي چې د اوس لپاره پر ایران د اسراییلو برید پای ته رسیدلی دی.
په ورته وخت کې تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.
دغې سرچینې ویلي، ایران د هر ډول تیري په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.