د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې په ایران کې پر “پوځي” اهدافو بریدونه پای ته رسیدلي او جنګیالي یې په خوندي توګه اسراییلو ته راستانه شوي دي.
په دغه بیانیه کې راغلي دي چې اسرائیلو د ایران د توغندیو د جوړولو تاسیسات او له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو تاسیسات یې په نښه کړي دي.
بل لورته تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.