یکشنبه, جون 15, 2025
Homeکورپاڼهپه ډیره اسماعیل خان کې؛د وسله والو په برید کې د پاکستان...

په ډیره اسماعیل خان کې؛د وسله والو په برید کې د پاکستان لس ملېشه ځواکونه وژل شوي

د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د ملېشه ځواکونو پر پوستې برید کې لږترلږه لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې برید د ډیره اسماعیل خان اړوند د درازنده ښارګي پر زام پوستې تېر ماښام پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.

ځايي سرچینو ویلي، چې د پاکستاني پوځ پوسته له ملېشه ځواک پوستې سره نږدې وه، خو پوځ یې مرستې ته ونه رسید.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here