د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایووا وايي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون ډیری افغانان له اساسي حقونو بې برخې دي.
روزا اتوبایووا نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د تاسیس د نهه اویایمي کالیزې په مناسبت غونډې ته ویلي، چې افغانستان د دې سازمان له لومړنیو غړیو څخه دی چې په ۱۹۴۶ م کال کې یې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
نوموړې زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړي دي.