اسراییلو د غزې تړانګې په شمال کې د بریدونو په دوام کې ګڼو فلسطینانو ته مرګژوبله اړولې ده.
په غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې د غزې په شمال کې یې د اسراییلو د دوشنبې ورځې په هوایي او ځمکنیو حملو کې له ۱۲ زیاتو وژل شویو مړي راټول کړي دي.
په غزې تړانګې کې د عامې روغتیا وزارت عاجلې څانګې ویلي، چې په وژل شویو کې ۶ تنه هغه نارینه دي چې د دوشنبې ورځې په سر کې د جبالیا ښار د بې ځایه شویو کمپ ته د څښاک اوبو د تر لاسه کولو لپاره ورغلي وو.
د یادونې ده چې اسراییلو د دوشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د یوه برید له امله بخښنه وغوښته، خو د غزې تړانګې په شمال کې یې بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.