ملګرو ملتونو د لبنان د حزبالله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر اعلامیه وایي، چې دغو بریدونو “بېلابېلې ښاري او د استوګنې سیمې” په نښه کړي او ملکي تاسیساتو ته یې ډېر زیان اړولی دی.
ویل کېږي، چې په دغو بریدونو کې القرض الحسن مالي ټولنې پورې تړلي تاسیسات په نښه شوي دي.
د یادونې ده چې دا مالي شرکت، چې په رسمي ډول د خیریه بنسټ په توګه ثبت شوی د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې خپلو پېرودونکو ته د سرو زرو د ګروۍ په بدل کې له سود پرته پور ورکوي.