د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې طالب سرتېرو د داعش ډلې يو ګروپ له منځه وړی دی.
ښاغلي مجاهد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې نن یکشنبه د غور مرکز اړوند مارکو سيمه کې د داعش په یو پټنځای عمليات وشول، چې په نتيجه کې د دوی مشر او يو بل مهم کس ووژل شول.
هغه ویلي چې له دغه کسانو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
مجاهد ویلي، چې دا ګروپ هم په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه مستقیما رهبري کیده.
نوموړي دغه راز زیاته کړې:”دا هغه ګروپ وو چې د تيرې ربيع الاول مياشتې په نهمه یې د غور په مرکز کې په ملکي اهل تشيع هيوادوالو بريد کړی وو او تر شلو پورې هيوادوالو ته یې تلفات اړولې وو.“
هغه همدا راز ویلي، چې دوی خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول او په خبره یې د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي.