ایران کې د افغان کډوالو د وژنې پېښې په اړه د طالبانو ټاکل شوي پلاوي لاهم داسې شواهد نه دي موندلي، چې وښیي ۲۶۰ افغانان د ایرانیانو له لوري وژل شوي.
بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وایي، تر اوسه په دې اړه یې داسې پایلې نه دي تر لاسه کړي، چې ګواکې افغانان د ایراني پوله ساتو په ډزو وژل شوي.
د یادونې ده چې دغې پېښې ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي؛ خو طالبان وایي، دوی په دې اړه څېړنې کوي.
بل لورته یو شمېر سیاسیون وایي چې طالبان په لوی لاس دا پېښه پټوي او نه غواړي چې د ایران سره یې اړېکې کړکېچنې شي.