دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستاند طالبانو د لوړو زدکړو وزیر؛خوست ته تللی، رسنیو ته د عکس...

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر؛خوست ته تللی، رسنیو ته د عکس اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم خوست ته تللی.

سرچینو ویلي، چې ندا محمد ندیم د خوست شېخ زاید پوهنتون په یوې غونډه کې د ګډون لپاره یاد ولایت ته تللی.

سرچینو زیاته کړې چې طالبانو په دې غونډه کې تصویري رسنیو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې او خبریالانو ته یې ویلي چې یوازې د دې غونډې ليکلي راپورونه جوړ کړئ.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د ساه لرونکو په عکسونو بندیز ولګاوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here