جنوبي کوریا ادعا کړې چې، شمالي کوریا، روسیې ته ځانګړي ځواکونو استولي او لا هم دغه چاره دوام لري.
د جنوبي کوریا د ملي استخباراتو ادارې، NIS په یوه بیان کې ويلي چې، د اکتوبر له ۸ تر ۱۳مې نېټې یې د شمالي کوریا د پوځ خوځښتونه څارلي او داسې تصویرونه یې اخیستي، چې ښيي د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د روسیې په ټرانسپورټي کښتۍ کې د روسیې خاورې ته لېږدول کېږي.
دا ادعا داسې مهال کېږي چې، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پر پیونګ یانګ ورته تورونه ولګول، چې د اوکراین په وړاندې جګړه کې یې سرتیري او وسلې روسیې ته لېږلي.
د یادونې ده چې دا له ۱۹۹۰ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د روسیې کښتۍ د شمالي کوریا اوبو ته ننوځي او هغه په جګړه کې د شمالي کوریا د پوځ د ښکېلتیا پیل تأییدوي.