د پاکستان د لوېدیځ پنجاب ایالت په یوه ښوونځي کې په یوه زده کوونکي جنسي تېری شوی چې په غبرګون کې یې نورو زده کوونکو پراخې مظاهرې پیل کړي دي.
پاکستاني چارواکو پرون اعلان کړی چې ټول ښوونځي او پوهنتونونه یې د دوو ورځو لپاره تړلي، څو د محصلانو د مظاهرو مخه ونیسي.
ددغه جنسي تېري د راپورونو له خپرېدو وروسته د لاهور ښار په ښوونځیو کې کړکېچ زور اخیستی او په څلورو ښارونو کې مظاهرې پیل شوې دي.
په ورته مهال د پنجاب په ګجرات ښار کې هم د پولیسو او مظاهرهچیانو ترمنځ په نښتو کې یو امنیتي ګارډ وژل شوی دی.
بل لورته د پاکستان حکومت او پولیسو په ښوونځي کې د جنسي تېري اړوند راپورونه رد کړي او وايي چې دا پېښه نهده شوې.