د طالبانو جګپوړي چارواکي انس حقاني د یحیی سنوار په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
انس حقاني په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د یحیی سنوار وینه د راتلونکو نسلونو لپاره د ازادۍ نقشه جوړوي.
نوموړي د یحیی سنوار نوم د تاریخ د سترو مبارزینو په کتار کې شمېرلی او ویلي چې د سنوار ژوند او مرګ دواړه ځانګړي دي.
د یادونې ده چې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم د یحیی سنوار د وژنې په اړه غبرګون ښودلی دی.
بل لورته د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکي لیکي، چې طالبان د حماس د مشر یحیی سنوار د مړینې له کبله خواشیني څرګندوي؛ خو ایران کې د ۲۶۰ افغانانو په اړه بې خبري ښیي.