په جمهوري نظام کې د پکتیا والي حلیم فدایي په افغانستان کې د پوهنتون د فارغینو په لاس جوړ شوي موټربسونو او هر ډول ایجاد او اختراع د خوښۍ ترڅنګ طالبان په غوږ وهلي او ویلي چې ملایان د عصري زده کړو مخالف دي او دې اختراع ته دې اټن نه کوي.
ښاغلي فدایي په خپله ایکسپاڼه لیکلي:”بدبختانه؛ هغه کسان چې همدې ایجاد ته اتڼ کوي، د همدې پوهنتونو دروازې یې د نجونو پرمخ بندې کړې دي.”
ښاغلي فدایي دغه راز ویلي، چې کاش دوی(طالبان) فکر او ایډیالوژۍ هم له عصر سره اپډېټ کېدای شوی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو.