د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ وایي، چې ایران باید د افغانانو د وژنې په اړه روڼ تحقیقات وکړي.
ریچارډ بینېټ په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د ایران په سراوان سیمه کې د افغان کډوالو وژل کېدو او ټپي کېدو خواشینی کړی.
نوموړي له ایراني چارواکو غوښتي چې دا موضوع په روڼ ډول وڅېړي.
ښاغلي بینېټ زیاته کړې چې ددغې پېښې عاجلې څیړنې ته اړتیا ده او په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره ډیر عزت او معافیت ته اړتیا ده.
د یادونې ده چې دغې مرګوني برید د ګڼو خلکو توند غبرګونونه را پارولي دي.