تېر جمهوري نظام کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلي، چې د ایران سرحدي پولیسو یو شمېر بېګناه افغانان په بې رحمانه توګه په شهادت رسولي.
فضل هادي مسلمیار په خپلې ایکسپاڼې لیکلي، چې د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د ایران دغه ډول نه جبرانیدونکی، غیرانساني او غیر اسلامي عمل د ډېرې زیاتې غندنې وړ دی.
هغه دغه راز ویلي چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو، سوله او ثبات ډېر اغېز کوي.
نومودي په نړیواله ټولنه او د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې ددې ستر ناورین په اړه جدي ګامونه واخلي او هر اړخیزې څېړنې یې وکړي.