اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو د کنفرانس په اړه پښتون سیاستوال افراسیاب خټک لیکلي، چې د دغه کنفرانس په څنډه کې د پاکستان او هند د چارواکو د لیدنو او خبرو اترو امکان کم دی.
نوموړي ویلي، پاکستان د خبرو لپاره دا شرط لري چې د هند هغه پرېکړه بدله شي چې تر خپلې واکمنۍ لاندې کشمېر یې له مرکزي حکومت سره یوځای کړی او له بل لوري هند وايي، چې خبرې باید یوازې له پاکستان څخه هند ته د صادرېدونکي تروریزم د مخنیوي لپاره وي.
هغه د شانګهای کنفرانس لپاره د پاکستان په اسلام اباد کې د پوځ له لوري ځانګړي امنیتي تدابیرو ته په کتو ویلي، چې دا کړنه د پاکستان دننه د ژورې سیاسي ګډوډي ښکاروندي کوي.