د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت وايي، په تدریجي ډول به په ټول افغانستان کې د ژوندیو شیانو پر تصویر بندیز ولګوي.
د یاد وزارت ویاند سیف خیبر ویلي، د ژوندیو شیانو تصویرونه په اسلام کې منع او دا د شرعیت خلاف کار دی.
د هغه په خبره، اوس مهال یوازې په یو شمېر ولایتونو کې پر رسنیو بندیز دی، چې د ژوندیو شیانو تصویرونه به نه اخلي او د وخت په تېرېدو سره به ټولو ولایتونو کې دا چاره عملي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې راغلي وو، چې د ژوندیو یا روح لرونکو شیانو انځورونه اخیستل د اسلام خلاف عمل دی او باید ډډه ترې وشي.