پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeکورپاڼهد غزې روغتیا وزارت:روانه اونۍ د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې...

د غزې روغتیا وزارت:روانه اونۍ د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۵۴ کسان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې له ورځې راهیسي د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۵۴ کسان وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۴۰ مړي له جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو ورلېږدول شوي دي.

په ورته مهال د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، چې جلیله کې یې د حماس په بیا تنظیم شویو ګروپونو عملیات کړي.

د یادونې ده چې پر غزې د اسرائیل د بریدونو د پیل راهیسې تر۴۲ زرو ډېر کسان وژل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here