د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو په لویه کچه د خیبر جرګې لپاره کمپاین پیل کړی؛ خو افغانستان کې لویو رسنیو د پام وړ پوښښ نه دی ورکړی.
دوی د قامي لویې جرګې په اړه ډېر کم وخت یوازې عادي راپور نشروي.
سره له دې، چې افغانستان کې د رسنیو د دغه کار علت تر ډېره څرګند نه دی؛ خو ویل کېږي، چې دوی د بندیزونو له کبله نشي کولای، یادې جرګې ته انعکاس ورکړي.
بل لورته د پي ټي ایم ځینو غړو ویلي، چې په افغانستان کې د دوی یو شمېر ملاتړي د طالبانو له لوري ګواښل کېږي.