د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، د پښتنو قامي لویه جرګه لا وار د مخه خپلې موخې ته رسېدلې ده.
هغه ویلي، دوی له یادې جرګې بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، «د غورځنګ لخوا د استعمار نیابتي پنجابي پوځ نیغ په نیغه ننګول، دغه پوځ د ترهګری د مور په توګه پیژندل، او د پښتنو د مختلفو قبیلو، مدني او سیاسي سازمانونو اعتماد او باور ترلاسه کول او د یو ټاکلي هدف لپاره په یو ځای راټولول، تر دې مهاله د دې جرګې لویې لاسته راوړنې دي»
د یادنې ده چې تر ده وړاندې هم ګڼو سیاسونو له یادې جرګې ملاتړ کړی.