د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز غیر قانوني کړنه بللې ده.
هغه ویلي، د قانون له مخې، هر سیاسي ګوند د غونډې، وینا او لیک ازادي لري او له همدې امله پر دغه ګوند لګېدلی بندیز غیر قانوني دی.
تر دې وړاندې ټي ټي پي، یو شمېر افغان سیاسي ګوندونو او ګڼو سیاسي څېرو دغه بندیز غندلی دی.
د یادونې ده چې قامي لویه جرګه د اکتوبر پر یوولسمه پیلیږي.