د اسرايیلو پوځ د لبنان د حزبالله ډلې د یو جګپوړی مشر سهيل حسین حسیني د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد پوځ تېره ورځ ویلي، چې نوموړی یې په بیروت کې وژلی؛ خو په دې اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.
حزب الله ډلې تر اوسه د خپل دغه مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
که د نوموړي وژل کېدل تائید شي؛ نو دا به په تېرو دوو اونیو کې څویم مشر وي، چې اسرائیل یې په نښه کوي.
دا په داسې حال کېې ده چې څه موده وړاندې اسرائیل د لبنان حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله وواژه او تر هغې وروسته یې پر لبنان خپلو بریدونو ته زور ورکړ.