د پخواني ولسمشر اشرف غني ویاند او د کورنیو چارو د پالیسۍ مرستیال صدیق صدیقي په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعاليتونو د بنديز په اړه په پښتنو افغان سیاستوالو نیوکه کړې.
ښاغلي صدیقي په ایکسپاڼې دغه پښتانه افغان سیاستوال مخاطب کړي او ورته یې لیکلي:« عوام فریبي او د خلکو تیرایستل بس دی، باید یوازې د افغانستان په اړه فکر وشي او د یوې داسې سیاسي حل لارې په لټه کې شئ چې خلک له طالبانو خلاص کړئ.»
صدیقي ویلي د افغانستان بحران ترهغه ژور دی چې، افغان سیاستوال یې فکر کوي.