د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مسکو فارمټ ناسته مهمه بللې او ویلي یې دي، چې دا دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي د مسکو فارمټ د ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې هیله لري د طالبانو او روسیې فدراسیون ترمنځ د اړیکو کچه لوړه شي.
هغه په افغانستان کې د ډاډمن امنیت او پانګونې لپاره د رامنځته شویو فرصتونو په اړه هم خبرې کړې دي.
بل لورته رویټرز ویلي، چې سرګي لاوروف په دې لیدنه کې له تور نوملړ څخه د طالبانو د مشرانو نومونو لرې کېدو په اړه ویلي، چې له یو لړ قانوني طی مراحلو وروسته به د دوی د مشرانو نومونه له تور نوملړ څخه وباسي.