اسرائیل وایي، چې د پنجشنې د ماښام په بریدونو کې د حزبالله د مشر حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین یې هم وژلی دی.
په ورته وخت کې العربیه هم د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیلو د هاشم صفی الدین مړینه تایید کړې ده.
د حزبالله ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې اسرائیلو د حزبالله مشر حسن نصرالله د بیروت په جنوب کې په یو هوایي برید کې وواژه.