نورستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه تنه مړه شوي دي.
د سیمهييزو مسوولینو په خبره، پېښه د دواب ولسوالۍ اړوند بجیګل سیمه کې د یو موټر چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.
په پېښه کې اته تنه نور ټپیان دي، چې د درېیو ورضعیت نازک ښودل شوی.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی، چې ډېر کله یې اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي.