دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانمیلاني جولي:نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي

میلاني جولي:نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

میلاني جولي د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ویلي، چې طالبان پر ښځو او نجونو سیسټماټیک ظلم کوي او باید حساب کتاب ورسره وشي.

جولي ویلي، چې طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د غیر انساني قوانینو پلي کولو ته دوام ورکوي او ځوانې نجونې د تعلیم له اساسي حق څخه محروموي.

نوموړې د پوښتنې په شکل ویلي، چې انساني کرامت ته دا څرنګه درناوی دی؟ دا څنګه د خپلو خلکو غوره ګټې خوندي کوي؟

د یادونې ده چې د نړۍ ۲۲ هېوادونو چمتوالی نېولی چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو ۲۲ هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونې مخه ونه نیسي، د هاګ محکمې ته به یې بوځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here